دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 186854
رولا غنی: د سولې په بهیر کې باید په اوسني نظام معامله ونشي
بي بي ګلې رولا غني وویل، د سولې په بهیر کې باید د تېرو کلونو لاسته راوړنې او بشري حقونه خوندي وي.


لومړۍ میرمنې ټینګار وکړ چې، د سولې په بهیر کې باید په اوسني نظام او اساسي قانون معامله ونشي.
رولا غني له ټولو خواو غوښتنه وکړه چې، د افغان سولې په برخه کې هڅې وکړې، خو ټینګار یې وکړ چې، په هره بیه سوله افغانانو ته د منلو وړ نه ده.
رولا غني وویل، افغانان نغواړي بیرته خپل ماضي ته ورستانه شي او زیاته یې کړه چې، د اوسني نظام ساتنه، اساسي قانون او د ښځو حقونه د افغانانو لپاره سرې کرښې دي.
په ورته وخت کې، د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د سولې په پروسه کې د بشري حقونو په خوندیتوب ټینګار کوي.
د دغه کمیسیون مرستیال ایوب اصیل وویل چې، د سولې بهیر کې باید په بشري حقونو سترګې پټې نشي او زیاته یې کړه چې، هغه سوله چې د بشري حقونو د نقض په صورت کې رامنځته شي؛ تل پاتې نوي.
همدارنګه د سولې عالي شورا مسوولین که څه هم پدې باور دي چې، وسله وال طالبانو د پردیو په لارښوونه جنګیږي؛ بیا هم له دغې ډلې سره خبرو کولو ته حاضر دي.
د سولې عالي شورا مرستیال عطاء الرحمن ټینګار وکړ چې، له طالبانو سره له شرط پرته خبرو اترو ته چمتو دي.
 
https://avapress.com/vdchm-nzk23n66d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته