دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 186864
ننګرهار کې ترافیکي پېښې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې د جلال اباد- تورخم پر لویه لار د یاد ښار په نهمه ناحیه کې ترافیکي پېښې له امله اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي وياند عطاءالله خوږياڼي ويلي، د مرکز جلال اباد ښار نهمه ناحيه کې د جلال اباد- تورخم پر لويه لار د يو مسافر وړونکي مارسډيز او الټو موټرو ترمنځ ټکر شوی دی.
نوموړی وايي، په دې ترافيکي پېښه کې درې کسان مړه شوي او څلور نور ټپيان دي چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
خوږیاڼي زیاته کړې چې په مړو کې يوه ماشومه هم شامله ده او د ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوی دی.
د والي وياند وایي، پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې او پوليسو يې څېړنه پيل کړې ده.
@avapress_ps
https://avapress.com/vdciqqaz5t1avv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته