دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۶
د مطلب کود : 186865
د امریکا له ګواښونو سره سره؛ ترکیه له روسیې S-400 دفاعي سیسټم پېري
د امریکا له ګواښونو سره سره، ترکیه وایي له روسیې څخه به د S-400 دفاعي سیسټم انتقال راتلونکې میاشت پیل شي.

امریکا ترکیې ته ګواښ کړی و چې که له روسیې څخه دا سیسټم وپېري نو دوی به ورسره د پرمختللو جنګي الوتکو قرارداد لغوه کړي.
د سي ان ان ټلویزیون د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې ترکیې ته به د S-400  ډوله دفاعي سیسټم لېږد راتلونکې میاشت کې پیل شي.

امریکا ځکه له دې سیسټمه وېره لري چې وایي د امریکا ساخت F-35 ډوله جنګي جیټ الوتکو ته ګواښ دی.
@avapress_ps
https://avapress.com/vdcjmmeviuqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته