دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۹
د مطلب کود : 186867
رولا غنی: دوه ورځنۍ یا دری ورځنۍ سوله نه غواړو
د ولسمشر غنی میرمن وایی چی سوله په هر قیمت نه غواړو بلکه د پایدار سولې غوښتونکې یو چی د ټولو قبول وړ وی. هغه سوله چی دوه ورځنۍ یا دری ورځنۍ وی او وروسته یی جګړه ادامه پیدا کړی نه قبلوو.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ رولا غنی د ولسمشر غنی میرمن یکشنبه د جوزا په ۲۶ نیټه په یو ناسته کې د سولې او مصالحی خبرو تر عنوان لاندی چی کابل کې ترسره شوی وو وویله: افغانستان خلګ خپل هیواد کې سولې تامین غوښتونکې دی خو داسی نه ده چی سوله په هر قیمت وی.
هغی وویل چی نظام، اساسی قانون، اخیرو کلونو لاسته راوړنو او ښځو حقوق ساتنه د افغانستان خلګو لپاره حقوقی دی زیاته کړه: پایدار سولې لپاره اړتیا شته چی اوسنۍ نظام، اساسی قانون او افغانستان خلګو لاسته راوړنې د ۱۸ کالو څخه وساتل شی.
د ولسمشر غنی میرمن زیاته کړه چی اوسنۍ نظام د ټولو افغانانو قبلولو زمینه برابر کړی دی خو دا زمینه ملی ارزښتونو او اوسنۍ نظام قبلولو باندی مشروط دی.
د رولا غنی دا خبری په داسی حال کې مطرح کیږی چی زلمی خلیلزاد د امریکا خاص نماینده د افغانستان سولې لپاره شپږ ځلې د طالبانو نمایندګانو سره د افغانستان سولې پر موضوع خبری کړي خو په دی خبرو اترو کې افغانستان حکومت او نه سیاسی رهبران حضور درلود.
https://avapress.com/vdcb00b8zrhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته