دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۶
د مطلب کود : 186878
پروان ولایت هوفیان چوک کې اورلګېدنه دوکاندارانو ته مالی زیان اړولي
د پروان ولایت په هوفیان چوک کې نن له غرمې مخکې اورلګېدنې دوکاندارانو ته تاوان اړولی دی.

دوکانداران وايي چې لومړی د تیلو یو دوکان اور اخېستی و او وروسته اور د بازار ګڼو نورو دوکانونو ته ورسېد.
معلومه نه‌ده چې دوکاندارانو ته څومره تاوان رسیدلی دی.
د پروان د اور وژنې مامورینو دا اور مړ کړی دی.
دوکانداران د پروان د اور وژنې اداره تورنوي چې سیمې ته ډېره ناوخته ورسېدل.
https://avapress.com/vdcd590fjyt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته