د افغان حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا ننۍ غونډې ته وویل چې، افغان حکومت طالب زندانیان د حسن نیت په هدف خوشي کړي او باید له دې کار څخه څوک د ټاکنیز کمپاین لپاره استفاده ونه کړي.
ده وویل :”د طالب زندانیانو خوشي کول د حسن نیت لهمخې تر سره شوي، خو که چیري دغه ډول اقدامات یو ځل بیا د کمپاین بڼه ولري او د ټاکنیز کمپاین سره وتړل شي، بیا هغه خپل اصلي تاثیر له لاسه ورکوي.”
اجرائیه رئیس زیاتوي:” زمونږ موخه دا نه ده چې په زرګونو خلک عمري په زندانونو کې پاتي شي او یا جګړه دوام وکړي، ځکه د افغانستان خلک ۴۰ کاله کیږي چې په دې بدمرغۍ اخته دي.”.
عبدالله عبدالله داسي مهال د طالب زندانیانو د خوشي کولو له مسئلې څخه د انتخاباتي کمپاني لپاره د استفادې اندیښنه ښيي چې ولسمشر غني د تېر کوچني اختر په مناسبت وینا کې د ۸۸۷ طالب زندانیانو د خوشي کولو امر وکړ او تر دې مهاله د هېواد له بېلا بیلو زندانو نو څخه لسګونه طالب بندیان خوشي شوي هم دي.