دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۰
د مطلب کود : 186885
د تقویتي نوم ثبتونې په بهیر کې د ښځو ګډون په هکله د جنډر د همغږې ناسته
نن د ۱۳۹۸ لمریز کال د غبرګولي په اوویشتمه نېټه د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د ښځو له اړوندو بنسټونو سره د رای ورکوونکو د تقویتي نوم ثبتونې په بهیر کې د ښځو د اغېزمن ګډون په اړه د جنډر د همغږې ناستې تر نوم لاندې د مطبوعاتو په شتون کې د جنډر د همغږې ګډه ناسته ترسره ګړه.
دغه ناسته کې د کمېسیون رئیسې مېرمن حواعلم نورستانې د ګډونوالو له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او په تقویتي نوم ثبتونه کې يې د ښځو په پراخ ګډون ټینګار وکړ او زیاته یې کړه تر دې دمه په تقویتي نوم ثبتونې کې لس ګونه زرو وګړو د هېواد په کچه خپل نومونه ثبت کړي چې له دغې ډلې له ۳۰ سلنه څخه زیاتې یې ښځې دي. همداراز هغوی د دغه کمېسیون د لاسته راوړنو چې تر اوسه يې کړې وې یادې کړې؛ او په پای کې يې له ټولوګډونوالو وغوښتل چې په دغې ملي پروسه کې د ګډون له پاره ښځې وهڅوي ترڅو په راتلونکيو ټاکنو کې د لا زیاتو ښځو د ګډون شاهد ووسو.
همداشان د دغه کمېسیون منشي او غړي مسافر قوقندي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړ: زمونږ موخه د جنډر د آمریت له رامنځته کولو څخه په عملیاتي برخو کې فعالیت وء چې د ښځو ونډه په ټاکنو کې لوړه شي او همداراز د ښځو په یو بل منلو يې ټنیګار وکړ.
د دغه ناستې په بله برخه کې د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمېسیون رئیسې مېرمن زهري بیان شینوارې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دغه ډول د ناستو له ترسره کولو مننه وکړه او ویویل چې دغه شان غونډې کولای شي چې اغېزمنې ثابتې شي؛ همداشان د خپلو لاسته راوړنو په هکله یې معلومات ورکړه.
همداراز د تاکنو د خپلواک کمېسیون د آمريت له خوا د جوړ شوي پرېزنتېشن په ترڅ کې په تېرو ټاکنو کې ښځو د ونډې په اړه په پرتله ایزه توګه معلومات ورکړل شو او د ښځو له شته ستونزو چې يې په دغه پروسه کې ورسره مخامخ دي هغوی ته واورولې.
د دې غونډې نور ویناوال د ښځو چارو وزارت او نورو دولتي او نا دولتی بنسټونو مشرانو وو او دغه ناسته د کمېسیون د غړې مېرمن رحیمه ظریفي له خوا د یوې جمع بندې په ترڅ کې پای ته ورسېده.
https://avapress.com/vdcbw0b8srhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته