دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۲۴
د مطلب کود : 186894
ولسي جرګه یو غړۍ کابل ښار کې یو سوداګر سخت وهلۍ دي
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي امیر ګل شاهین له خپلو ساتونکو سره نن دوشنبه د جوزا میاشتې په ۲۷ د کابل ښار په نادر پښتو واټ کې د نقیب الله احمدزي په نوم یو سوداګر د ټوپک په کونداغونو وهلی او ویني یې پرې بهولې دي.

بل خوا د ولسي جرګې غړي امرګل شاهین ویلي چې له نقیب الله احمدزي سره یې د دوکانونو پر سر لانجه او لفظي شخړه کړې، احمدزي ورباندې ګوزار کړی او ساتونکو یې له ده څخه دفاع کړې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې د دغې پیښې یوه ویډیو خپره شوې چې په ښکاري د امرګل شاهین ساتونکي دغه کس د ټوپک په کونداغونو وهي.
 
https://avapress.com/vdcb90b8arhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته