_DOC_BLOCK}'; ?> دفاع وزارت: غور کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال د دوو قومندانانو په ګډون ۱۵ طالب ترهګر وژل شوي | آوا
دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 186921
دفاع وزارت: غور کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال د دوو قومندانانو په ګډون ۱۵ طالب ترهګر وژل شوي
ملي دفاع وزارت وایي په غور ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ملا داد الله او مصطفی د دوو مهمو قومندانانو په ګډون ۱۵ ترهګر وژل شوي، ۱۳ تنه ټپیان شوي او ۶ تنه ژوندي نیول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت په خبر پاڼه کې راغلي،” د هيواد امنيتي او دفاعي ځواکونو د غور ولايت په آهنکران، اشترخان او امروتک مرکزي سيمو کې د يو لړ ځانګړي عملياتو په ترڅ کې ۱۵ تنه تروريست طالبان د ملا دادالله او مصطفی د دوه خاصو غړو په ګډون ووژل، ۱۳ تنه زخمي او ۶ تنه نور ژوندي ونيول شول”. 
خبر پاڼه زیاتوي ددې عملياتو په ترڅ کې دوه عرادې پراډو لنډکروزر موټر او يو تعداد وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او ۱۱ عرادې موټرسايکلونه یې سوځول شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccieqss2bq4o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته