کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت: غور کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال د دوو قومندانانو په ګډون ۱۵ طالب ترهګر وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 جوزا 1398 ساعت 11:03

ملي دفاع وزارت وایي په غور ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ملا داد الله او مصطفی د دوو مهمو قومندانانو په ګډون ۱۵ ترهګر وژل شوي، ۱۳ تنه ټپیان شوي او ۶ تنه ژوندي نیول شوي دي.


د ملي دفاع وزارت په خبر پاڼه کې راغلي،” د هيواد امنيتي او دفاعي ځواکونو د غور ولايت په آهنکران، اشترخان او امروتک مرکزي سيمو کې د يو لړ ځانګړي عملياتو په ترڅ کې ۱۵ تنه تروريست طالبان د ملا دادالله او مصطفی د دوه خاصو غړو په ګډون ووژل، ۱۳ تنه زخمي او ۶ تنه نور ژوندي ونيول شول”. 
خبر پاڼه زیاتوي ددې عملياتو په ترڅ کې دوه عرادې پراډو لنډکروزر موټر او يو تعداد وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي او ۱۱ عرادې موټرسايکلونه یې سوځول شوي دي.


د مطلب کود: 186921

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186921/دفاع-وزارت-غور-کې-د-امنیتي-ځواکونو-عملیاتو-پرمهال-دوو-قومندانانو-په-ګډون-۱۵-طالب-ترهګر-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com