ولسمشر غني د برتانیې د ملي امنیت سلاکار، دفاع وزیرې، د بهرنیو او ګډو ګټو هیوادونو په چارو کې د برتانیې د دولت وزیر او د دغه هیواد د نړیوالې پراختیا له وزیرانو سره د افغانستان د سولې پروسې ټاکنو او ګډو همکاریو په اړه خبري کړي دي.
افغان ولسمشر غني ته د برتانیې د نړیوالې پراختیا وزیر د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې برتانیا به بروکسل کنفرانس کې د بشري مرستو پر ژمنو سربېره، له افغانستان سره ۱۳۰ میلیونه پونډه مرسته وکړي.