دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 186937
ارزګان کې یو خصوصی شرکت څخه نظامی تجهیزاتو او اسلحو کشف
د داخله چارو وزارت اعلام کړ چی پولیس ځواکونه ارزګان ولایت کې، ځینی اسلحی او نظامی تجهیزات د یو خصوصی شرکت څخه کشف او اته تنه په دی اړوند نیولي دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، لاسته راغلی نظامی تجهیزات او اسلحی عبارت دی کلاشنکوف، ماین، درانده او سپک اسلحی مهمات، مخابره، رنجر موتر او هاموی تانګ دی.
د داخله وزارت معلوماتو په اساس، دا اسلحی او نظامی تجهیزات تیره ورځ، د ارزګان پولیسو قوماندی ځواکونو له لوری تلاشی او تصفیه عملیات په لړ کې، د برادر نوروزی څخه چی د ( معدن سنګ ) په نامه یو شخصی شرکت مسؤول دی، لاسته راغلی دی.
اسلحی، مهمات او نظامی تجهیزات عبارت دی له؛ دوه پولیس رنجران، یو هاموری تانګ، ۴ میل کلاشینکوف، دوه حلقی ماین، ۱۰۰ فیر درانده اسلحو مهمات، پیکا او کلاشینکوف اسلحو ۱۰۰۰ مرمی، یو کودان مخابره او یو لاسی مخابره، یو پایه جمر، او یو قاب دربین دی.
لاسته راغلو تجهیزاتو او اسلحو اړوند ۸ تنه مسلح غیری مسؤول کسان نوروزی پوری اړوند هم نیول شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcjtmevauqeohz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته