دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 186947
ملي کرکت لوبډله له انګلستان سره لوبیږي
د افغانستان کرکت ملي لوبډله خپله پېنځمه لوبه له انګلستان سره د دغه هېواد په کوربتوب تر سره کوي.

دغه سیالي په داسې حال کې د انګلستان د منچستر په کرکت لوبغالي کې تر سره کیږي، چې د افغانستان ولسمشر به د دغې سیالۍ ځانګړی میلمه او نندارچي وي.
په همدې هیله ولسمشر غني نن سهار د انګلستان په منچستر ښار کې د کرکت ملي لوبډلې له غړیو سره ولیدل او ورته یې وویل: د لوبو په ډګر کې دننه او بهر ستاسې یوالی، ځلیدل، بریا او همغږي ډېر ارزښت لري او هیله من یم، چې هېواد ته ویاړ ورپه برخه کړئ.
دغه لوبه د کابل پر وخت د غرمې دوه بجې پیلیږي.
دا په داسې حال کې ده،  چې د افغانستان د کرکت ملي لوبډله د نړیوال جام د دغه پړاو په پنځوس آوره سیالیو کې له آسترالیا، سریلانکا، نیوزیلند او جنوبې افریقا څخه پرلپسې توګه څلور ځله ماته شوی او له امتیاز پرته د سیالیو په نوملړ کې وروستی ځای لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayin6049nao1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته