دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 186949
ولسمشر غني: د جمهوري ریاست ټاکنې به پر ټاکلي وخت او په شفاف ډول ترسره شي
ارګ وایي، د افغانتسان ولسمشر محمد اشرف غني پرون دو شنبه د جوزا په ۲۷ مه د برتانیې له لومړۍ وزیرې ټرازمې سره د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې به پر پاټکلي وخت او په شفاف ډول ترسره کیږي.
 
د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر غني د برتانیې هېواد له لومړۍ وزیرې او یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره  په کتنو کې د افغانستان د سولې پروسې، د جمهوري ریاست ټاکنو او د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پیاوړتیا بحث او خبرې کړې دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې ولسمشر په دغې لیدنه کې د برتانیې د دوامداره همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د افغانستان د سولې په پروسه کې د سیمه ییز ې اجماع د ایجاد په خاطر د برتانیې حکومت رول مهم او  ارزښتناک بللی دی.
په خبر پاڼه کې د برتانیي د لومړۍ وزېرې له قوله ویل شوي،:” د برتانیې حکومت په افغانستان کې د شفافو او سرتاسري ټاکنو ملاتړ کوي او دغه راز به له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلې همکارۍ او تعهداتو ته دوام ورکړي”.
https://avapress.com/vdcc0eqso2bq4o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته