کندهار ولایت کې سولې غږ رسولو لپاره غریبو کورنیو سره خوراکی توکو مرسته وسول

28 جوزا 1398 ساعت 14:47

د کندهار د میوند ولسوالۍ له ۱۲۰ غریبو کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته وسول.



د مرستی د ویش پر مهال دینی عالمانو له خلګو وغوښتل،چی حکومت او وسله وال طالبان وهڅوی،چی د بین لافغانی خبرو د لاری په هیواد کی روانی ناخوالی پای ته ورسوی.

دا په کندهار کی د مرستو هغه لړۍ ده،چی(( د سولی ږغ))   د رسولو په موخه په بیلابیلو ولسوالیو کی پر خلګو ویشل کیږی.
په مرسته سوو،توکو کی،چی وریجی،غوړی،بوره،چای او پلمېټ شامل وه د لوی کندهار د اسحاقزو شورا د مشر حاجی جمع ګل اسحاقزی لخوا برابره سوې او پر خلګو وویشل سول.
نوموړی وایی د دې لاری غواړی،چی د غریبو خلګو سره مرستی وکړی او ترڅنګ یې خلګ د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ سولی کولو ته راوبولی.
 


د مطلب کود: 186952

دمطلب پته: https://www.avapress.com/ps/news/186952/کندهار-ولایت-کې-سولې-غږ-رسولو-لپاره-غریبو-کورنیو-سره-خوراکی-توکو-مرسته-وسول

آوا
  https://www.avapress.com