د مرستی د ویش پر مهال دینی عالمانو له خلګو وغوښتل،چی حکومت او وسله وال طالبان وهڅوی،چی د بین لافغانی خبرو د لاری په هیواد کی روانی ناخوالی پای ته ورسوی.
دا په کندهار کی د مرستو هغه لړۍ ده،چی
(( د سولی ږغ
)) د رسولو په موخه په بیلابیلو ولسوالیو کی پر خلګو ویشل کیږی.
په مرسته سوو،توکو کی،چی وریجی،غوړی،بوره،چای او پلمېټ شامل وه د لوی کندهار د اسحاقزو شورا د مشر حاجی جمع ګل اسحاقزی لخوا برابره سوې او پر خلګو وویشل سول.
نوموړی وایی د دې لاری غواړی،چی د غریبو خلګو سره مرستی وکړی او ترڅنګ یې خلګ د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ سولی کولو ته راوبولی.