کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور کې د دوه قومندانانو په ګډون ۱۵ طالبان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 جوزا 1398 ساعت 16:50

امنیتي سرچینو په ډاګه کړې، چې د غور ولایت د دولت یار ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د کوماندو ځواکونو پر تر سره شویو عملیاتو د دوه طالب قومندانانو په ګډون ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي دي.



د ۲۰۷ ظفر قول اردو د خبرپاڼې له مخې؛ له تېرو څلیریشت ساعتونو راپدیخوا امنیتي ځواکونو د غور ولایت په دولت یار ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکزونو هوايي او ځمکني بریدونه کړي، چې په پایله کې یې د دوه طالب قومندانانو هر یو ملا داد او مصطفا امروتک په ګډون ۱۵ طالب وسلوال وژل شوي او څه باندې لس نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې د یادې ولسوالۍ آهنگران، شترخان او امروتیک کلي د وسلوالو طالبانو له شتون پاک شوي دي.
دغه راز خبرپاڼه څرګندوي؛ دغه هوايي او ځمکني عملیات د ملي پوځ له خوا تر سره شوي، چې په کې د طالبانو یو شمېر وسلې او وسایط ویجاړ او له منځه تللي دي.
 


د مطلب کود: 186960

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186960/په-غور-کې-د-دوه-قومندانانو-ګډون-۱۵-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com