کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پولیو یوه بله مثبته پيښه د ارزګان ولایت څخه راپور شوه

29 جوزا 1398 ساعت 11:33

د پولیو یوه بله مثبته پيښه د ارزګان ولایت د ترینکوت ولسوالی څخه راپور شوه چې له بده مرغه یو دوه نیم کلن هلک ماشوم یې ددې ولسوالۍ په مهراباد کلي کې د تل لپاره فلج کړ. دغه سیمه د ۲۰۱۸ کال د مې میاشتې را په دې خوا د امنیتي ستونزو او د دولت وسلوالو مخالفینو د ممانعت له امله د پولیو د واکسین کمپاینونو د پلي کولو لپاره د لاسرسي وړ نه ده او ددې وضعیت دوام به په پولیو ناروغۍ د نورو ماشومانو اخته کیدلو لامل شي.


مخکې له دې یوه بله مثبته پيښه د کنړ ولایت د واټپور ولسوالی څخه راپور شوې وه چې په دې سیمه کې د داعیش د نفوذ له امله، د پولیو واکسین کمپاین د تطبیق لپاره د لاسرسي وړ هم نده. د روان زیږدیز کال له پيله تر دې دمه په هیواد کې د پولیو ۹ مثبتې پيښې ثبت شوي چې ۳ پيښې له ارزګانه، ۳ پيښې له هلمند نه، ۲ پيښې له کندهار نه او ۱ پيښې هم  له کنړ نه راپور شوي دي.
 د پولیو پروګرام یو بی طرفه پروګرام  دی چې موخه یې یوازې ددې دایمې فلج کوونکي ناروغۍ په وړاندې د ماشومانو خوندی کول او ددې ناروغۍ له منځه وړل دي. همداراز د ټولو ښکیلو له خواوو څخه غوښتل کیږي چې د پولیو ضد کمپاینونو په مهال همکاري وکړي ترڅو ټول ماشومان د پولیو واکسین په اخیستلو سره  ددې ناروغۍ څخه وژغورل شي.
دعامې ورغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز خپله ژوره انديښنه يې په دې اړه څرګنده کړه او ویې ویل چې د پولیو په وړاندې د ماشومانو واکسین کولو په برخه کې نه لاسرسی یوه ستره ننګونه ده او دا د ماشومانو  مسلم حق دی چې د سالمې روغتیا خاوندان اوسیږي.
 په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو د هڅو په وړاندې دوه سترې ننګونې پرتې دي: لومړي  ننګونه دټولو ماشومانو نه لاسرسی موضوع ده  او هغه دا چې ګڼ شمیر ماشومان د کمپاین په هر پړاو کې د امنیتي ستونزو له امله د واکسین کیدو څخه پاتې کیږي او دویمه ننګونه د پولیو ویروس د خطر په باب او د پولیو ضد واکسین د اهمیت په اړه د ټولنې د وګړو د پوهاوي ټیټه کچه ده. دا دوه ننګوننې ددې لامل شوي چې ګڼ شمیر ماشومان د پولیو د دایمې فلج د اخته کیدو  د ګواښ سره مخ شي.
د پولیو ضد واکسین په بشپړه توګه خوندي دی او هیڅ ډول جانبي عوارض نلري. نوي زیږیدلی او ناروغ ماشومانو ته ددې واکسین ورکول لازیات ضروري او حتمی دي، ځکه چې دهغوی د بدن معافیت او مقاومت کمزوری دی، که چیرې واکسین نشي، ډیر ژره په دې ناروغۍ د اخته کیدو د خطر سره مخامخ کیږي.  
د پولیو واکسین د اسلامي نړۍ د ديني عالمانو له خوا تائید شوی او په دې وروستیو کې ددې واکسین ورکول ماشومانو ته د هغوی د روغتیا د خوندي ساتلو په خاطر د اسلامي نړۍ د معتبرو مراجعو ددغه واکسین تطبیقول یې ماشومانو ته د والدینو شرعي واجب او مکلفیت بللی دی.  
دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو مثپتې پيښې په کې راپور کيږي. په روان زیږدیز کال کې په افغانستان کې د پولیو ۹ مثبتې پيښې او په پاکستان کې ۲۴مثبتې پيښې ثبت شوي دي.
 


د مطلب کود: 187000

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187000/د-پولیو-یوه-بله-مثبته-پيښه-ارزګان-ولایت-څخه-راپور-شوه

آوا
  https://www.avapress.com