د افغانستان دملي امنیت عمومي ریاست وایي، ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې په تخار ولایت کې د طالب ترهګرو یوه ۸ کسیزه ډله نیولې ده.
د ملي امنیت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې دغه نیول شوي کسان په دې ولایت کې د ترهګریزو فعالیتونو په ترسره کولو بوخت ول، چې له پیژندل کیدو وروسته نیول شوي دي. سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)