دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۳
د مطلب کود : 187019
بدخشان کې طالبانو بریدونه د ۴۲ ژوبل ورکولو سره په شا وتمبول شو
مسلح طالبان نن چهارشنبه ( ۲۹ جوزا) ماسپښین ۳ بجو په شاوخوا د شهدا، تګاب و کشم، بهارک او یفتل ولسوالیو باندی بریدونه وکړه چی په پای کې د ۱۸ کسانو په وژل کیدو او ۲۴ کسانو په ټپی کیدو سره مجبور شو شاته تګ وکړی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ غلام حضرت کریمی، د ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند د افغان غږ خبری آژانس سره په مصاحبه کې وایی چی نن ماسپښین ۳ بجو په شاوخوا طالبان د شهدا، تګاب و کشم، بهارک او یفتل ولسوالیو باندی بریدونه درلود. نښتی په دی سیمو کې تر سهار ۶ بجو پوری ادامه درلود او په نتیجه کې طالبان په شا وتمبول شو.
د هغه په وینا په دی عملیات کې ۱۸ تنه طالب وسله وال وژل شوی او ۲۴ تنه نور ټپیان شوی دی.
ښاغلی کریمی وایی چی امنیتی وضعیت یادو ولسوالیو کې مناسب دی او له دی لوری هیڅ اندیښنه شتون نه لری.
له بل لوری هم فرحناز پامیری، د بدخشان ولایتی شورا غړی، د افغان غږ خبری آژانس سره په مصاحبه کې اندیښنه وښوده چی بدخشان کې هوا ګرمیدو سره همزمان طالبانو بریدوه ډير شوی دی.
د بدخشان ولایت د هیواد په شمال کې غرنې او صعب العبور ولایت دی.
 
https://avapress.com/vdcb8zb89rhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته