د آوا په ګزارش سره؛ حنیف رضائی، د شاهین ۲۰۹ قول اردو مطبوعاتی مسؤول، د آوا په مصاحبه کې وایی چی تیره شپه د شاهین ۲۰۷ عملیات په ترڅ کې د افغانیه ښارګوټۍ د طالب وسله والو شتون څخه پاک شو او د تصفیه او تلاشی په جریان کې د طالبانو یو ماهر ماین جوړوونکې میر محمد مشهور په مسافر د ۱۶ کیلو ګرام چاودیدونکو توکو سره نیول شوي او ملی امنیت ته تسلیم شوی دی.
هغه زیاته کړه چی همدارنګه تیره ورځ هوایی ضربات د عملیاتی پرسونل ملاتړ لپاره د مخالفینو پر سیمو باندی د کهنه چمتال په سیمو کې ترسره شو چی په ترڅ کې ۶ تنه طالب جنایتکاران وژل شوی او ۹ تنه نور ټپیان شوی دی.
ښاغلی رضائی وویل چی یو هدفمند عملیات په ترڅ کې د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالی زیکزیک وطنی کلۍ د طالب وسله والو څخه پاک شوی او ۴ تنه مسلح طالبان نیول شوی دی.
دا عملیاتونه په داسی حال کې صورت نیسی چی اخیر یو اونۍ کې بلخ سیمه ایز چارواکې ددی ولایت محاصره کیدو څخه سخت اندیښنه وښوده او ټینګار وکړ چی طالبان د مزارشریف ښار څنډو پوری رسیدلی دی.