عبدالکریم یورش، د فاریاب پولیسو قومانده د
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل چی دا کس حیات الله نوم لری او فاریاب شیرین تګاب ولسوالی اوسیدونکې دی او خپل جرم باندی اعتراف کړي، طالبان ټول هغه کسان چی هغه له لوری طالبانو ته سپارل شوي، سر وهلی دی.
ښاغلی یورش وایی، دا کس تیره ورځ په داسی حال کې نیول شوی چی یو امنیتی سرتیری په دی بهانه چی خپل لور هغه نکاح ورکوی، طالبانو ته تسلیم کړی.
د فاریاب پولیسو ویاند وایی چی حیات الله د طالبانو جلب او جذب مسؤول وو.
د هغه په وینا هغه امنیتی سرتیرو شمیر چی په دی توګه وژل شوی دی مشخص نه دی.
دا په داسی حال کې دی چی طالبان په فاریاب کې ډیر حرفه ای کسان تربیت کړي او هغوی امنیتی ځواکونو سره مقابله په حال کې دی.