دکندهار والی حیات الله حیات د خبری کنفرانس پرمهال وویل، دغه مخالفینو پر لویو لارو د ماینونو د پټولو ترڅنګ، په ولسوالیو کی پر امنیتی پوستو او د امنیتی ځواکونو پر اکمالاتی قطارونو باندی وسلوالی حملې کولې، چی په خبره یې، دغه مخالفینو په پاکستان کښی نظامی تعلیمات تر لاسه کړی او د هغه ځای څخه د جنګ لیکو ته رهبری کېدل.
کندهار والی یو ځل بیا پر ټولو وسلوالو مخالفینو ږغ وکړ، چی د بیګنا وژنو او جګړې څخه لاس واخلی او د افغانستان د بیارغولو په موخه د سولی د پروسی سره یو ځای سی.همدارنګه ښاغلی حیات ټولو ښاریانو ته ډاډ ورکړ، چی امنیتی ځواکونه پوره هڅه کوی ترڅو ولس ته د ارام ژوند زمینه برابره کړی.