کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار ولایت کې ۳۰ کسیزه تروریستی ډله نیول شوي ده

29 جوزا 1398 ساعت 17:13

دغه وسله والو غوښتل چی د کندهارترڅنګ په یوشمېر نورو ولایتونو کی هم وسله وال تروریستی فعالیتونه ترسره کړی، چی خپلی موخی ته له رسېدو څخه مخکی نیول سوی دی.


 

دکندهار والی حیات الله حیات د خبری کنفرانس پرمهال وویل، دغه مخالفینو پر لویو لارو د ماینونو د پټولو ترڅنګ، په ولسوالیو کی پر امنیتی پوستو او د امنیتی ځواکونو پر اکمالاتی قطارونو باندی وسلوالی حملې کولې، چی په خبره یې، دغه مخالفینو په پاکستان کښی نظامی تعلیمات تر لاسه کړی او د هغه ځای څخه د جنګ لیکو ته رهبری کېدل.
کندهار والی یو ځل بیا پر ټولو وسلوالو مخالفینو ږغ وکړ، چی د بیګنا وژنو او جګړې څخه لاس واخلی او د افغانستان د بیارغولو په موخه د سولی د پروسی سره یو ځای سی.همدارنګه ښاغلی حیات ټولو ښاریانو ته ډاډ ورکړ، چی امنیتی ځواکونه پوره هڅه کوی ترڅو ولس ته د ارام ژوند زمینه برابره کړی.


د مطلب کود: 187031

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187031/کندهار-ولایت-کې-۳۰-کسیزه-تروریستی-ډله-نیول-شوي-ده

آوا
  https://www.avapress.com