دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۴
د مطلب کود : 187050
تادامیچي د افغانستان په اړه ملگرو ملتونو ته وینا وکړه
په افغانستان کې د یوناما مشر تادامیچي یاماموتو د ملگرو ملتونو امنیتي شورا ته د افغانستان په اړه په یوې وینا کې ویلي دي چې نړیوال باید د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي

ښاغلي تادامیچي خپله وینا په افغانستان کې د تیر کال د اوربند نه وروسته په پیدا شوو هیلو شروع کړه او ویې ویل چې افغانانو شپږ اونۍ مخکې د سولې لپاره جرگه جوړه کړه او د ملک په مختلفو سیمو کې د سولې لپاره لاریونونه کیږي.
هغه وویل: "په افغانستان کې یو کال مخکې د اختر په مهال د دریو ورځو اوربند افغانانو ته په سولې کې د ژوند څیره وښودله خو بیا د تیرو دولسو میاشتو جگړو ورته د سولې په وړاندې مشکلات هم په گوته کړل. د بده مرغه سږ کال په اختر کې اوربند ونه شو خو د تیر کال اوربند چې کوم اساس ایښی دی، هغه لا ورک نه دی."
تادامیچي وویل چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات چې د روان کال د سپتمبر په میاشت کې به وشي، د افغانانو دیموکراسۍ ته ژمنتیا څرگندوي.
هغه په نړیوالو متحدینو ټینگار وکړ چې په افغانستان کې په وخت او په شفافه انتخاباتو ترسره کولو کې خپله برخه رول ولوبوي.
تادامچي په ټولو خواوو ټینگار وکړ چې د افغانستان د انتخاباتو په وړاندې دې مسؤلانه چلند وکړي ځکه د هغه په قول افغانستان د انتخاباتو نه وروسته بحران نشي زغملې. هغه وویل چې شفافه او پر وخت انتخابات به د سولې د پروسې سره مرسته وکړي.
هغه د سولې د پروسې په اړه وویل: "د افغانانو او د نړیوالو ذهنونه د مذاکراتو د لارې یوې موافقې ته تیار دي. دا موقع باید د لاسه ور نکړل شي. د امریکا او د طالبانو خبرې د نړیوالو په ملاتړ دوام لري. افغانستان او متحدین یې یعني قط‏ر او جرمني د بین الافغاني خبرو لپاره کار کوي."
تادامچي وویل چې هغه د نړیوالو نه مننه کوي چې په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوي. هغه وویل چې هغه ملکونه چې په طالبانو نفوذ لري، باید د سولې د پروسې د گړندي کولو لپاره اقدامات وکړي.
په ملگرو ملتونو کې د افغانستان سفیرې عدیله راز په دغه موخه د تادامچي نه مننه وکړه او دا یادونه یې وکړه چې افغانستان د ډیر مهم وخت نه تیریږي.
هغې وویل چې د افغانستان حکومت پدې باور لري چې د سولې په خبرو کې به ټول افغانان برخه ولري. هغې وویل چې له بده مرغه طالبانو تراوسه پورې د سولې ته خپله ژمنتیا نده ښودلې او ویې ویل چې د روژې په میاشت کې د بیگناه ملکیانو وژنې دوام وکړ.
عدیله راز د نړیوالنې ټولنې نه د افغانستان سره د ملاتړ د دوام نه مننه وکړه
https://avapress.com/vdcgnu9qzak97z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته