د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې پېښه څو شېبې وړاندې د جلالاباد ښار دوهمې ناحیې اړوند د چپرهار هډې سیمه کې شوې ده.
جلالاباد کې چاودنې یو تن وژلی او ۱۷ نور يې ټپیان کړي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 جوزا 1398 ساعت 10:39
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې پېښه څو شېبې وړاندې د جلالاباد ښار دوهمې ناحیې اړوند د چپرهار هډې سیمه کې شوې ده.
د ننګرهار د عامې روغتیا ویاند ظاهر عادل رسنیو ته ویلي چې روغتون ته د پېښې له سیمې یو وژل شوی او اولس ټپيان ور وړل شوي دي.
نوموړی ویلي چې په ټپيانو کې یو سکهـ ماشوم او یو پولیس هم شامل دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي هم پېښه تأييد کړې ده، خو ویلي یې دي چې د چاودنې نوعیت لا نهدی معلوم.
ویل کېږي چې چاودنه د نازیانو ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشر قوماندان دهقان په موټر شوې خو معلومه نهده چې نوموړي ته پهدې چاودنه کې زیان رسېدلی دی او که نه؟
تر دې دمه د پېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی
د مطلب کود: 187060