دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 187069
د افغانستان برښنا شرکت او لویې څارنوالۍ ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک
د افغانستان برښنا شرکت د هغو اشخاصو د عدلي او قضايي تعقیب په موخه چې د برښنا له انرژۍ څخه په غیرقانوني توګه ګټه پورته کوي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لويې څارنوالۍ له محترمې ادارې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.
دغه ارزښتمن هوکړه لیک د لویې څارنوالۍ مرستیال څارنپوه نورحبیب جلال او د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رييس له لوري لاسلیک شو. ددې هوکړه لیک پر بنسټ د برښنا د سارقینو او سوء استفاده کوونکو د عدلي او قضايي تعقیب په موخه د افغانستان په کچه د لويې څارنوالۍ او برښنا له لوري ګډه کمیټه رامنځ ته کیږي. دغه راز به د افغانستان برښنا شرکت پر وخت د هغو کسانو شهرت چې د برښنا انرژي غلا کوي او یا د برښنا تاسیساتو ته زیان اړوي؛ د جزا کود له لارښوونې سره سم د عدلي تعقیب په موخه لویې څارنوالۍ ته ور وپېژني.  
لویه څارنوالي دا ډول قضیې په جدي ډول څیړي او پایله یې د افغانستان برښنا شرکت او هېوادوالو سره شریکوي.
دغه هوکړه لیک د جزا قانون د ۱۴، ۷۰۱ او ۷۱۰ موادو پربنسټ ترتیب شوی دی.
برښنا د عوایدو د راټولولو په برخه کې ژمنه ده څو د متوازنې پرمختیا پروګرام پر بنسټ د برښنا رسولو شبکو ته پراختیا ورکړي او په دې برخه کې د تیر په پرتله کوټلي ګامونه اخلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3u9qyak97z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته