دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 187070
لغمان کې د څو ترهګریزو پیښو طراح او د طالبانو مهم غړی عبدالصمد ونیول شو
کورنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو د ډلې یو مهم غړی عبدالصمد چې په لغمان ولایت کې یې څو ترهګریز بریدونه طرح او سازماندهي کړي او پر ملي پولیسو باندې په ګڼو بریدونو کې یې مهم نقش درلود، نیول دی.


کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، دغه کس د لغمان ولایت مرکز کمپ بابا صاحب نومي سیمه کې نیول شوی او په څو ترهرهګریزو بریدونو کې یې لاس درلودل منلي هم دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyyazut1avu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته