دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۴
د مطلب کود : 187089
تخار ولایت کې ۱۰ تنه طالب ترهګر د مهم غړیو او ډلمشرانو په ګډون نیول شوي
کورنیو چارو وزارت وایي د هېواد ا منیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو پرمهال یې تېره ورځ د جوزا میاشتې په ۲۹ مه ۱۰ ترهګر طالبان چې مهم غړي او ډلمشران یې پکې شامل دي، وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

خبر پاڼه کې راغلي، تېره ورځ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ د ځینو ناامنو سیمو د چاڼ په موخه عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ ترهګر طالبان چې مهم غړي او ډلمشران یې هم پکې شامل دي، وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې د د غو عملیاتو په پایله کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دا عملیات په اشکمش ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو تر بشپړې پاکونې دوام لري…
 
https://avapress.com/vdcivyaz3t1avu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته