دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۸
د مطلب کود : 187091
ولسمشریز پر ټاکنو ۱۴۵ میلیون ډالر لګښت راځی
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون وویل چی راتلونکې ولسمشریز ټاکنو کې به بایومتریک سیستم څخه کار واخیستل شی.

د انتخاباتو کمیسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حق پرست  وویل چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د میزان شپږمې لپاره، چې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږی خپل عملیاتی، تخنیکی او مدیریتی چمتووالی نیسی”
حق پرست زیاته کړه په دې برخه کې جدی اقدامات ترسره کیږی او “د بودیجې په مورد کې له نړیوالې ټولنې سره موږ تفاهم ته رسیږو”. د ښاغلی حق پرست په وینا په ټوله کې د جمهوری ریاست پر ټاکنو ١۴۵میلیون ډالر لگښت راځی چې شل فیصده یې د افغان حکومت او پاتې یې ملګری ملتونه ورکوی.
اوسمهال په ټول افغانستان کې د رای ورکونکو تقویتی نوم لیکنه روانه ده ې د انتخاباتو د کمیسیون پر وینا ۷۰ زره تنو خپل نومونه لیکلی دی.
د انتخاباتو کمیسیون د ویاند مرستیال زیاته کړه چې کمیسیون هڅه کوی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې د ولسی جرګې د انتخاباتو تیروتنې تکرار نه شی.
 
https://avapress.com/vdcb9zb88rhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته