دخپریدو نیټه :شنبه ۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 187153
پاکستان افغانستان کې ستراتیژیک نفوذ نه غواړي
پاکستان کې د افغانستان د سولې په تړاو غونډه نن (شنبه، جون ۲۲مه) پیل شوه.

د غونډې پیل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وینا کې وویل، د پاکستان او افغانستان ګډ دښمن شیطاني چلونه کوي چې په وینا یې ډېر وخت یې د دواړو خپلمنځي اړیکي خراب کړي دي:
"زموږ د دواړو ګډ دښمن شیطاني چلونه کوي‌ او ډېری وخت یې زموږ دواړو خپلمنځي اړیکي خراب کړي. باید داسې عناصرو ته فرصت ورنکړو او خپله خاوره د یو بل پر ضد ونه کاروو.
پاکستان تل په دې باور و چې افغان کړکېچ یوازې په خبرو حل کېدلی شي او نن نړیواله ټولنه هم دا خبره مني.‌
لومړی وزیر عمران خان پخپله هم غواړي‌ چې افغانستان کې سوله راشي".
نوموړي د کنفرانس ګډونوالو ته وویل:
''موږ د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوو او په دې هېواد کې سوله او خوښي غواړو.
‌هیله مو دا ده چې داسې اړیکي خپلو کې سره جوړې کړو چې د یو بل په چارو کې په نه لاسوهنه او شریکو ګټو ولاړې وي .
په افغانستان کې د بې ثباتۍ تر ټولو ډېر زیان تر افغانستان وروسته پاکستان ته اوښتی.
پاکستان کې هېڅوک په دې باور نه دي چې موږ باید په افغانستان کې ستراتیژیک نفوذ ولرو".
دې کنفرانس ته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر ته هم بلنه ورکړل شوې، خو هغوی نه دي ورغلي او یا یې خپل استازي وراستولي.
په پاکستان کې ازاد خبریال طاهر خان بي بي سي ته وویل دا ناسته د پاکستان حکومت لپاره مهم رول لري.
دې وایي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر به په دې ناسته کې ګډون وکړي او تر څنګ به یې د پاکستان ولسمشر هم افغان سیاسي مشرانو ته یوه مېلمستیا وکړي او ویل کېږي چې له افغان سیاسیونو سره به عمران خان هم ویني.
نوموړی وايي، په دې ناسته کې به د پاکستان پخواني پوځي افسران، سفیران د پارلمان وکيلان او یو شمېر سیاسیون او په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا ۱۳ غړي او مشران ګډون ولري.
ددې ناستې جوړېدو هدف د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ښو اړيکو او د باور فضا رامنځ ته کول په ګوته شوي.
پاکستان ته د ولسمشر غني سفر
ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د روانې جون میاشتې پر ۲۷ تمه پاکستان سفر وکړي، پاکستان غواړي د ولسمشر غني له سفر مخکې د دې سفر په اړه د افغان سیاسیونو او مشرانو نظرونه له ځان سره ولري.
د افغانستان یوشمېر سیاسي مشران د سولې کنفرانس کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللي دي.
و د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې د نوموړي له قوله ویل شوي، چې د سفر مشورې او چمتوالي لپاره د وخت لږوالي له کبله نه شي کولای دغه غونډه کې ګډون وکړي.
بل لور ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار دفتر او ځینو نورو سیاسي شخصیتونو تایید کړې چې سبا 'شنبه جون ۲۲ ' ته پاکستان کې په یاد کنفرانس کې ګډون کوي.
د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، دغه غونډه د لاهور د سولې څېړنیز مرکز او د سوېلي اسیا د ستراتیژیک ټیکاو مؤسسې په نوښت جوړیږي.
پاکستاني رسنیو ویلي، د سولې دغه کنفرانس ته د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون شاوخوا ۳۰ افغان مشران او سیاسي فعالان بلل شوي.
د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې ویلي، یاد کنفرانس ته د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند محمد حنیف اتمر، کریم خلیلیي، ګلبدین حکمتیار، محمد محقق، عطاء محمد نور، عمر داودزی، عبدالرشید دوستم، یونس قانوني، صلاح الدین رباني، لطیف پدرام، احمد ضیاء مسعود، انوار الحق احدي، سید اسحاق ګیلاني او ځینې نور افغان سیاسيون ورغوښتل شوي دي.
د حزب اسلامي د رهبري شورا غړي همایون جریر بي بي سي ته وویل، چې ښاغلی حکمتیار به په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.
دی وايي، په افغانستان کې د سولې ټینګښت د دغه کنفرانس د بحث اصلي موضوع ده.
د حزب اسلامي د رهبري شورا غړي بي بي سي ته وویل، چې ښاغلی حکمتیار به په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.
د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تینج هم ویلي، د یاد ګوند په استازیتوب به د دغه ګوند درې مرستیالان هم ګډون وکړي.
دا ناسته داسې مهال جوړېږي، چې په پام کې ده افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د جون میاشتې پر ۲۷مه اسلام اباد ته لاړ شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcam0n6e49na61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته