دخپریدو نیټه :شنبه ۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 187161
مارک اسپر د امریکا نوی دفاع وزیر شو
سپین ماڼۍ اعلام کړ چی مارک اسپر د امریکا نوی دفاع وزیر په حیث وټاکل شو.

 
د اسکای نیوز په ریپورت سره، سپین ماڼۍ نن شنبه ماسپښین وویل چی مارک اسپر د آمریکا نوی دفاع وزیر په حیث وټاکل شو.
مخکې دونالد ترامپ د امریکا ولسمشر مارک اسپر د آمریکا دفاع وزارت نوی سرپرست په حیث معرفی کړی وو.
دونالد ترامپ د آمریکا ولسمشر د پاتریک شاناهان د انصراف وروسته د دفاع وزارت پست نامزدی څخه، مارک اسپر د هغه پرځآی معرفی کړی وو.
دا تصمیم وروسته ددی اخیستل کیږی چی پاتریک شاناهان د آمریکا دفاع وزارت سرپرست د دفاع وزیر سمت او مقام څخه ډډه وکړ.
مارک اسپر ۵۵ کلن د ۲۰۱۷ کال نومبر څخه د سنا شنه څراغ سره د آمریکا دفاع وزیر معاون په حیث مصروف وو.
هغه مخکې له دی د رایتون په شرکت کې اجرایی مقام چی یو دفاعی پیمانکار دی، په غاړه درلود او اخیرو کې هم دولتی چارو کې معاون په حیث خدمت کول.
مارک اسپر همدارنګه د سنتاتو لدر بیل ملی امنیت مشاور په حیث او اجرایی مدیر او سناتور چاک هګل سیاسی مشاور په حیث خدمت کړی دی.
هغه همدارنګه سنا جارجه چارو کمیته کې ملی امنیت چارو مسؤول وو.
 
https://avapress.com/vdcjmaevvuqeovz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته