دخپریدو نیټه :شنبه ۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۵۵
د مطلب کود : 187188
د ۲۰۳ تندر قول اردو او دریمې لیوا قومندان وایی چی غزنی هره برخه کې به دښمن له منځه یوړل شی

د ۲۰۳ تندر قول اردو د دریمې لیوا قومندان جنرال مبین نن د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نیټه په دغو ښار کې له طالبانو څخه د نوې نیول شوې ولسوالۍ خواجه عمري ولسونو له لوري په جوړه شوي غونډه کې، چې د امنیتي ځواکونو د ستایني او له دې ځواکونو څخه دملاتړ په موخه رابلل شوې وه، د دې ولسوالۍ اوسیدونکو ته ډاډ ورکړی او ورسره یې ژمنه کړې چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به په ټول قوت سره د ترهګرو د لمنځه وړلو لپاره لا نور هدفمند عملیات په لاره واچوي.
نوموړي زیاته کړې چې د غزني ولایت په هربرخه کې به د دښمن پر ضد پراخ عملیات پیل کړي او لمنځه به یې یوسي.
په دغې غونډه کې د خواجه عمري ولسوالۍ ولسونو له امنیتي  او دفاعي ځواکونو څخه د مننه او قدردانۍ ترڅنګ  خپل ملاتړ هم اعلان کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcivyazvt1avz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته