دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 187218
ملي امنیت ځانګړو ځواکونو هرات کې دوه انسان تښتونکي نیولي او یو هېواد وال یې ورڅخه ژغورلی
د افغانستان د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو نن د هرات ولایت په جبرائیل ولسوالۍ بازار کې یو تن هېواد وال د انسان تښتونکو له منګولو څخه ژغورلی او دوه تنه انسان تښتونکي یې ژوندي نیولي دي.
دملي امنیت رسنیو دفتر له لوري په خپره خبر پاڼه کې راغلي د دغو انسان تښتونکو د نیول کیدو پر مهال  د دې ولسوالۍ اوسیدونکو د ملي امنیت ځواکونو دغه کار ستایلي او د زنده باد نارو په وسیله یې د ملي امنیت ځواکونه تقدیر او هڅولي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccsmqs42bq4i8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته