د افغانستان د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو نن د هرات ولایت په جبرائیل ولسوالۍ بازار کې یو تن هېواد وال د انسان تښتونکو له منګولو څخه ژغورلی او دوه تنه انسان تښتونکي یې ژوندي نیولي دي.
ملي امنیت ځانګړو ځواکونو هرات کې دوه انسان تښتونکي نیولي او یو هېواد وال یې ورڅخه ژغورلی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 سرطان 1398 ساعت 14:16
د افغانستان د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو نن د هرات ولایت په جبرائیل ولسوالۍ بازار کې یو تن هېواد وال د انسان تښتونکو له منګولو څخه ژغورلی او دوه تنه انسان تښتونکي یې ژوندي نیولي دي.
دملي امنیت رسنیو دفتر له لوري په خپره خبر پاڼه کې راغلي د دغو انسان تښتونکو د نیول کیدو پر مهال د دې ولسوالۍ اوسیدونکو د ملي امنیت ځواکونو دغه کار ستایلي او د زنده باد نارو په وسیله یې د ملي امنیت ځواکونه تقدیر او هڅولي دي.
د مطلب کود: 187218