دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۷
د مطلب کود : 187222
د ۴۰۰ سربازانو په کمیت سره یوه نظامي قطعه جوړېږي
د یادې هوکړې پر بنسټ به د ځمکو د غصب، د غصب شویو ځمکو د استرداد او د غیرمعیاري ودانیو د رغولو څخه د مخنیوي په موخه د ۴۰۰ سربازانو په کمیت سره یوه نظامي قطعه جوړېږي، چې د یادې قطعې د سوق او ادارې مسوولیت به د ښاروالۍ پر غاړه وي.
نن له غرمې مخکې د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کابل ښاروالۍ سره د د حکومت د رسنیو په مرکز کې د هر اړخیزو همکاریو د زیاتوالي په موخه هوکړه لاسلیک کړه.
د یادې هوکړې پر بنسټ به د ځمکو د غصب، د غصب شویو ځمکو د استرداد او د غیرمعیاري ودانیو د رغولو څخه د مخنیوي په موخه د ۴۰۰ سربازانو په کمیت سره یوه نظامي قطعه جوړېږي، چې د یادې قطعې د سوق او ادارې مسوولیت به د ښاروالۍ پر غاړه وي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د هوکړې د لاسلیک پرمهال وویل، چې کورنیو چارو وزارت به د یادې نظامي قطعې په چارو او د کابل ښاروالۍ د احکامو د پلې په برخه کې هېڅ ډول مداخله نه کوي.
ښاغلي اندرابي زیاته یې کړه، چې د کابل امنیه قومنداني او د کابل ټولې امنیتي حوزې مسوولیت لري، ترڅو له یادې نظامي قطعې سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
په همدې حال کې د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز له کورنیو چارو وزارت سره یاده هوکړه ګټوره وبلله او ویې ویل، چې د یادې هوکړې له مخې به د کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ همکاري زیاته او موثره شي.
https://avapress.com/vdchiqnzi23n6id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته