دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 187262
کابل-شارجه هوایی دهلیز پرانیستل شو
د نورو هیوادونو سره د افغانستان هوایی دهلیزونو پرانیستو په ادامه کې؛ نن کابل-شارجه هوایی دهلیز پرانیستل شو.

په لومړۍ پرواز کې د ۲ ټنو څخه ډیر زردآلو او تازه آلو شارجه ته ولیږدول شو.
مخکې له دی هوایی دهلیزونه د افغانستان او هند، قزاقستان، ترکیه، عربستان او اروپا ترمنځ رامنځته شوی وو.
د هوایی دهلیز رامنځته کیدو راهیسی د ۷ زرو ټنو څځه ډیر کالا وی د ۶۳۰ پروازونو په لړ کې نړۍ بیلابیلو سیمو ته صادر شوی دی.
افغانستان او نورو هیوادونو ترمنځ هوایی دهلیزونو رامنځته کیدو نه مخکې د افغانستان صادراتو اصلی لارو څخه یو پاکستان وو، خو ډیر ځلې د سیاسی مشکلاتو په خاطر افغان تاجران د مشکل سره مخ کیده. دا موضوع ددی سبب شو چی افغان چارواکې د تیرو راهیسی د هوایی دهلیزونو رامنځته کولو په هڅه وی.
 
https://avapress.com/vdcb0zb85rhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته