دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 187267
چارواکي: په بدخشان کې طالبانو د یوې کورنۍ پنځه غړي سنګسار کړي
د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې وسله والو طالبانو د یوې کورنۍ پنځه غړي سنګسار (په ډبرو ویشتنه) کړي دي.

د بدخشان ولایت د والي ویاند نېک محمد نظري وویل، وسله والو طالبانو پرون یک شنبه د دغې ډلې د یوه نظامي قومندان مولوي امان الدین په امر د یاد ولایت د جرم ولسوالۍ په خستک سیمه کې د یوې میرمنې په ګډون د یوې کورنۍ پنځه غړي له افغان دولت سره د مرستې او همکارۍ په تور د صحرایي محکمې په ترڅ کې په ډبرو ویشتلي او وژلي دي.
وسله والو طالبانو تردې دمه د پیښې په اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3u9quak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته