دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 187275
د پولیو لسمه مثبته پيښه په افغانستان کې هم د ارزګان ولایت څخه راپور شوه
د پولیو یوه بله مثبته پيښه د ارزګان ولایت د ترینکوت ولسوالی څخه راپور شوه چې له بده مرغه نیږدې یوه ۲ کلنه جلکۍ ماشوم یې ددې ولسوالۍ په مهراباد سیمه کې د تل لپاره فلج کړه. په روان زیږدیز کال کې دا د پولیو څلورمه پيښه په ازرګانه کې او لسمه پيښه د افغانستان په کچه شمیرل کیږي.
یوه اونۍ مخکې یوه بله مثبته پيښه د همې ولسوالۍ څخه راپور شوه چې یو دونیم کلن هلک ماشوم پرې اخته شو. دغه سیمه د ۲۰۱۸ کال د مې میاشتې را په دې خوا  د دولت وسلوالو مخالفینو د ممانعت له امله د پولیو د واکسین کمپاینونو د پلي کولو لپاره د لاسرسي وړ نه ده او ددې وضعیت دوام به نورو ماشومان په پولیو ناروغۍ اخته کړي. 
 د روان زیږدیز کال د پولیو د مثبتو پيښو له جملې څخه ۹ پيښې په سویلي حوزه کې او ۱ پيښه په ختیځه حوزه ( کنړ) کې رامنځته شوي دي. په ختیځه حوزه کې ۴ پيښې له ارزګانه، ۳ پيښې له هلمند نه او ۲ پيښې له کندهار نه راپور شوي دي.
په ورته وخت کې د پولیو ۳ مثبتې پيښې د پاکستان د خيبر پښتونخو په سیمه کې رامنځته شوې چې په روان کال کې ټول ټال د پولیو مثبتو پيښو شمیر په پاکستان کې ۲۷ پيښو ته رسیږي.
افغانستان او پاکستان د پولیو  اپیدمیولوژی له نظره په یوه بلاک کې شمیرل کیږي او ډواړه هیوادونه د پولیو د سرایت له امله یو د بل څخه اغیزمن کیږي.
دعامې ورغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز، د روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، ددې هیواد د هر وګړي مسلم حق وباله او ویې ویل: روغتیايي خدمتونه په تیره بیا د واکسیناسیون خدمتونه په ټولیزه توګه غیر سیاسی او بې پرې دي او موخه یې د افغانستان په هرګوډ کې د هیوادوالو د روغتیا او سلامتیا خوندي کول دي.
دعامې روغتیا وزیر زیاته کړه: د ماشومانو د ګوزڼ پيښو زیاتیدل د امنیتی ستونزو له وجې د هغوی ته د کمپاینونو پر مهال د واکسیناتورانو د نه لاسرسی له امله، مونږې یې سخت په اندیښنې کړې یو او که چیرې وضعیت په همدې توګه دوام ومومي، زمونږ لازیات ګران او بی ګناه ماشومان به په دې ناروغۍ اخته شي. زه د ټولو ښکیلو خواوو څخه غواړم چې ددې دایمي فلج کوونکي ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورنې په خاطر مرسته وکړي ترڅو هیڅ ماشوم د واکسین څخه بې برخې پاتې نشي.
د پولیو ضد واکسین په بشپړه توګه خوندي دی او هیڅ ډول جانبي عوارض نلري. نوي زیږیدلی او ناروغ ماشومانو ته ددې واکسین ورکول لازیات ضروري او حتمی دي، ځکه چې دهغوی د بدن معافیت او مقاومت کمزوری دی، که چیرې واکسین نشي، ډیر ژره په دې ناروغۍ د اخته کیدو د خطر سره مخامخ کیږي.  
د پولیو واکسین د اسلامي نړۍ د ديني عالمانو له خوا تائید شوی او په دې وروستیو کې ددې واکسین ورکول ماشومانو ته د هغوی د روغتیا د خوندي ساتلو په خاطر د اسلامي نړۍ د معتبرو مراجعو ددغه واکسین تطبیقول یې ماشومانو ته د والدینو شرعي واجب او مکلفیت بللی دی
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfeedytw6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته