د کابل پولیس وایي نن د چنګاښ په ۳ مه یې د کابل ښار د دریمي امنیتي حوزې له ګولایي دواخانه سیمې څخه پنځه تنه وسله وال حرفوي غله نیولي دي.
کابل ښار د دریمي امنیتی حوزې څخه وسله والو غلو یو باند نیول شوي
3 سرطان 1398 ساعت 17:10
د کابل پولیس وایي نن د چنګاښ په ۳ مه یې د کابل ښار د دریمي امنیتي حوزې له ګولایي دواخانه سیمې څخه پنځه تنه وسله وال حرفوي غله نیولي دي.
د پولیسو له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې په دغو نیول شوو غلو کې شعیب، فرهاد، احمد شاه، تازه ګل او اجمل نومي کسان شامل دي په دې وروستیو کې یې د کابل ښار په دریمه، پنځمه، دیارلسمه او اتلسمه حوزه کې له خلکو څخه د وسلې په زور او یا چل او ول پیسې او ارزښمند توکي غلا کول.
پولیسو زیاته کړې چې د وسله والو غلو دغه ډله یې تر تعقیب لاندې وه چې نن د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په لړ کې د غلا پر مهال لاس په لاس نیول شوي او د قانون منګولو ته وسپارل شول.
د مطلب کود: 187282