دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 187286
د ولسي جرګې د ریاست ټاکنې بل پړاو ته لاړې
د ولسي جرګې د ریاست چوکۍ پر سر له اوږدو ناندریو وروسته، نن دوشنبه یوځل بیا د «يوې جنجالي رای» له کبله ټاکنې وشوې.

په ټاکنو کې ټولې ۲۲۹ رایې وکارول شوې چې، لدې جملې ۱۲۰ رد، ۹۰ تاییدي، ۱۶ باطلې او ۳ سپنې رایې وې.
"جنجالي رايه" باطله اعلان شوه او میر رحمان رحماني ونشو کولای چې، د یادې جرګې د ریاست چوکۍ ترلاسه کړي. په پایله کې ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې.
د جرګې په نننۍ غونډه د ننګرهار د خلکو استازی ملک قيس نور اغا ملکزى د دې جرګې د لنډمهالی مشر په توګه وټاکل شو.ټاکل شوې سبا سه شنبه یو ځل بیا د نویو استازیو ترمنځ ټاکنې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې، د میر رحمن رحماني او کمال ناصر اصولي ترمنځ د دې جرګې د ریاست پر سر لانجه له تېرو څو اونیو راهیسې روانه وه.
د تیرې چهارشنبې په ورځ د میررحمان رحماني پلویانو نوموړی په زور د ولسي جرګې د ریاست پر چوکۍ کینولو چې، په پایله کې د وکیلانو ترمنځ فزیکي شخړه رامنځته شوه او دغه راز د جرګې د عمومي تالار ځینې چوکۍ هم ماتې شوې .
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6qnz-23n6id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته