دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۱
د مطلب کود : 187291
لانګ وار: القاعده شبکې د طالبانو تر چتر لاندې فعالیتونو ته زور ورکړی
لانګ وار ژورنال ورځپاڼه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور پر بنسټ لیکي چې، پدې وروستیو کلونو کې القاعده شبکې په افغانستان کې د طالبانو تر چتر لاندې فعالیتونو ته زور ورکړی او نور به هم دامه ورکړي.


د ورځپاڼې په ټکو، طالبان له داعش ډلې پرته کوم چې، د دوی د مشروعیت د کمزوري کولو هڅه کوي، له القاعده شبکې، لشکر طیبه، حقاني، د ازبکستان اسلامي حرکت، د ختیځ ترکمنستان اسلامي حرکت په شمول د سیمې او نړۍ په کچه له شلو دېرو ترهګرو ډلو سره ټینګې اړیکې لري.
ورځپاڼه د ملګرو ملتونو د راپور له مخې لیکي چې، نن سبا په افغانستان کې په اټکلي ډول له ۸۰۰۰ نه تر ۱۰۰۰۰ پورې بهرني ترهګر شتون لري چې، لدې جملې له ۲۵۰۰ نه تر ۴۰۰۰ پورې داعش اورپکي دي او پاتې نور له طالبانو او القاعده ډلې سره تړلي دي.
د القاعده غړي د طالبانو په لیکو کې د دیني علماوو او لارښوونکو رول لري او دغه راز د طالبانو د نومول شويو ولسوالان او والیانو په ټاکلو کې ورسره سلا مشورې کیږي.
ورځپانه د ملګرو ملتونو د راپور په حواله لیکي چې، د طالبانو مشرتابه او د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري تل د دواړو ډلو ترمنځ د اړیکو په اهمیت ټینګار کړی دی.
د روځپاڼې په ټکو، په افغانستان کې شاوخوا ۲۴۰ القاعده جنګیالي شتون لري چې ډیری مهم کسان یې په بدخشان، کنړ او زابل ولایتونو کې پټ دي.
دې ته ورته القاعده شبکه هڅه کوي چې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې له لشکر طیبه ترهګرې ډلې، تحریک طالبان پاکستان او حقاني شبکې سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
 
https://avapress.com/vdcdn50ffyt0jx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته