دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۱۹
د مطلب کود : 187295
قزاقستان کې په یوه پوځي ډیپو کې چاودنه لسکونه کسان ټپیان کړي
په قزاقستان کې په یوه پوځي ډیپو کې په یوه لویه چاودنه کې لسګونه کسان ټپیان شوي دي.

د قزاقستان دفاع وزارت وویل چې دا پېښه نن د دوشنبې په ورځ په جنوبي ښار اریس کې هغه مهال شوې چې د ډیپو د ننه اور ولګېد.
د اور د لګېدو علت تراوسه نه‌دی معلوم.
د ۵ ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه پهدې پیښه کې ټپیان شوي چې اوس یې په روغتون کې درملنه کیږي.
د شمکینټ روغتون چارواکو د درې ټپیانو وضعیت خطرناک بللی دی.
د اریس د سیمې چارواکو ویلي د پېښې ځای ته نژدې سیمو څخه یې ۴۵ کسان ایستلي دي.
 
https://avapress.com/vdchwqnzm23n6id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته