دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۳۰
د مطلب کود : 187296
په کندهار ښار او اتو ولسوالیو کې ۲۳ فرعی روغتیایی مرکزونه فعاله کیږی
د عامی روغتیا وزارت څخه راغلی پلاوی، د ولایتی شورا رئیس او د روغتیایی برخی ځایی مسولینو په همدې موخه د دوشنبې په ورځ د ښار او ولسوالیو د ۷۶۱ کسانو څخه ازموینه واخیستل، چی له دوی څخه به ۱۲۴ تنه په یادو روغتیا مرکزونو کی تر بریالیتوب وروسته په دندو وګمارل سی.

ولایتی مسولینو تل هڅه کړې، چی لیرو پرتو ولسوالیو ته روغتیایی خدمات وغځوی او د وروستی اقدام په موخه د عامی روغتیا ریاست په ښار او اتو ولسوالیو کی ۲۳ بابه فرعی روغتیایی مرکزونه جوړوی.
په یادو روغتیایی مرکزونو کی به ټول ۱۲۴ تنه نرسان، قابلې، واکسیناتوران، چوکیداران او د ځینو برخو مسولین په دندو وګمارل سی، چی مخکی له مخکی ورته ۷۶۱ تنو چی له جملی یی ۱۳۰ تنې ښځینه قابلې دی د ازموینی لپاره یې نوم لیکنه کړې وه.
ازموینه د دوشنبې په ورځ په باران موسسه کی  واخیستل سوه، چی پکښی د عامی روغتیا وزارت د مرستیال ډاکټر فیدامحمد پیکان او راغلی پلاوی په شمول د ولایتی شورا رئیس حاجی سیدجان خاکریزوال، د عامی روغتیا ریاست مسولینو او نورو ګډونوالو برخه اخیستې وه.

په جوړه سوې غونډه  کی لومړی د عامی روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا وویل، د نن په ازموینه کی له یوه اړخه هغو فارغینو ته د کار زمینه مساعده سوې، چی په طبی برخه کی نیمه او یا یې هم لوړی زده کړی کړی دی او په دوهم قدم کی دولت هغه ژمنه عملی کوی، چی له مخی به یې لیرو پرتو ولسوالیو ته د صحی خدماتو لمن پراخیږی.
وروسته د عامی روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر فدا محمد پیکان وویل، چی پدغه روغتیا یی مرکزونو کی به ټولی روغتیایی اسانتیاوی موجودی وی، چی له مخی به یې په لیرو پرتو سیمو کی د مور او ماشوم د مړینی په شمول د ګن شمیر ناروغیو درملنه اسانه سی.
د کندهار د ولایتی شورا رئیس حاجی سید جان خاکریزوال بیا د مرکزی او ولایتی ادارې د دا ډول هڅو ستاینه وکړه او وویل، چی لا دی هم د روغتیایی خدماتو لمن پراخه سی، تر څو ولسونه بشپړ روغتیا یی خدماتو ته لاسرسی پیدا کړی.
باید وویل سی، چی په یادو ۲۳ روغتیایی مرکزونو کی به د پولیو ویروس د مخنیوی په شمول لس ډوله نور وړیا واکسینونه هم تطبیقیږی او د مور او ماشوم د مړینی په کموالی او سالمی حفظ الصحې په رامنځته کولو کی د یادو مرکزونو موثریت ته مخکی له مخکی خوشبینی ښودل سوی ده.
https://avapress.com/vdci3yazqt1avr2.k6ct.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته