دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 187308
طالبان د تخار خواجه چنګال سل متره پل له منځه یوړه
سیمه ایز چارواکې د هیواد په شمال کې وایی چی طالبان تیره شپه ۲:۰۰ بجو په شاوخوا د خواجه چنګال سل متره پل چی د تخار څو کلۍ ددی ولایت مرکز سره وصلوی، له منځه یوړه.

محمد جواد هجری؛ د تخار والی ویاند افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل: د خواجه چنګال سل متره پل ۷ کلۍ د تالقان تخار ولایت مرکز سره نښلوی خو تیره شپه د طالبانو له لوری تخریب کړی شو.
هغه زیاته کړه چی طالبانو حضور په هغه سیمه کې چی پل له منځه وړل شوي کم رنګ دی.
د هجری په وینا، څیړنیز ټیم سیمی ته رسیدلی او قضیه څیړلو په حال کې دی.
دا په داسی حال کې دی چی تخار سیمه ایز خبرنګاران ریپورت ورکړي چی طالبان ددی پل چاودلو وروسته د بنګی پل له منځه وړلو په هڅه کې دی ترڅو له دی طریقه امنیتی ځواکونو اکمال لاره قطع کړی.
 
https://avapress.com/vdccxmqs42bq418.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته