دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 187309
حنیف اتمر: “دغه حکومت نه یوازي دا چې نامشروع او ظالم حکومت دی د سولې دښمن هم دی”
د سولې او اعتدال ټیم مشر محمد حنیف اتمر نن سه شنبه کابل کې د ولسمشریزو ټاکنو د معترضو نوماندانو او د هغوی د پلویانو یوې جوړې شوې غونډې ته وویل چې اوسنی حکومت نه یوازي دا چې نا مشروع حکومت دی، اساسي قانون یې تر پښو لاندې کړی، او زمونږ د هېواد والو تر منځ د ملي نفاق لپاره کار کوي، بلکي د سولي او روغي جوړوي دښمن هم دی.

نوموړي په خبرو کې څرګنده کړه چې تر دې مهاله هر هغه اقدام چې د سولې په پار شوی دی دې نامشروع حکومت یې مخالفت کړی دی.
د سولې او اعتدال ټیم مشر، د ولسمشر د کار د دوام پر وړاندې دغې اعتراضیه غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې دغه حکومت غواړي چې د خلکو تر منځ بې اتفاقي خپره کړي تر څو یې پر بنسټ خپل واک وغځوي.
نوموړي زیاته کړه:” اوسنی نامشروع حکومت غواړي چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د دوی تر ادارې لاندې وشي تر څو دوی د افغانستان د خلکو انتخابات غلا کړي، لکه چې مونږ او تاسې ولیدل د ولسې جرګې انتخابات یې غلا کړل. دغه حکومت هڅه کوي چې په راتلونکو انتخاباتو کې د پراخ تقلب لپاره تیاری ونیسي”.
ښاغلي اتمر وویل چې د دې حکومت د کار دوام نا مشروع دی د دې ترڅنګ د سولې،  ټاکنو او ملي نقاق لپاره لوی خطر ګڼل کیږي.
حنیف اتمر په خپلو خبرو کې دا هم وویل:”مونږ له اساسي قانون سره سم سرپرست حکومت او سرپرست ولسمشر غواړو تر څو په هیواد کې رڼې ټآکنې ترسره کړي، دغه نامشروع حکومت نسي کولای چې مشروع او رڼه انتخابات ترسره کړي “
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdz50fnyt0js6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته