دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 187310
د فاریاب بلچراغ ولسوالۍ له یوه کلن سقوط وروسته نن له طالبانو څخه بېرته ونیول شوه
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ یې نن تر یوه کلن سقوط وروسته د طالبانو له ولکې ازاده کړې ده.

ملي دفاع وزارت له لوري په دې اړه یوه اعلامیه خپره شوې چې په کې ویل شوي،:” د افغانستان د کومانډو ځواکونو په مشرۍ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سیمه ییز اردو په مرسته په سیمه کې ځانګړي عملیات پیل کړل چې نن سه شنبه د چنګاښ میاشتې په ۴ مه یې دغه یاده ولسوالۍ له یو کلن سقوط وروسته د طالبانو له ولکې څخه وایستله”.
خبر پاڼه زیاتوي چې د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ له یوه کال را هیسي د افغانستان خلکو د ښمنانو تر تسلط لاندې وه چې په دې موده کې یې خلک یرغمل کړي وو، ښوونځي یې تړلي او له خلکو یې باج کیږي کوله.
ملي دفاع وزارت ویلي ټولې هغه سیمې به  د افغانستان د خلکو له دښمنانو څخه بېرته ونیسي چې اوس د دښمن په ولکه کې دي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfyedyxw6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته