کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حمید خراسانی ونیول شو

4 سرطان 1398 ساعت 13:05

د ریپورتونو په اساس حمید خراسانی د ( اسلامی مقاومت غورځنګ ) مشر نن کابل کې خاص پولیسو ځواکونو له لوری ونیول شو.



د آوا په ګزارش سره، ښاغلی خراسانی هغه وخت ونیول شو چی خپل هوادارانو سره غوښتل چی د ریاست جمهوری ټاکنو نامزدانو په لاریون کې کابل غازی استدیوم کې ګډون وکړی.
خراسانی هواداران د کابل هوایی ډګر جاده ته راغلی او پولیسو له لوری هغه نیول کیدو په وړاندی اعتراض کړي او د موتر ټایرونو په سوځولو سره د داخله وزارت څخه غواړی چی خراسانی آزاد کړی.
تراوسه هم داخله وزارت رسمآ ددی خبری په اړه څه نه دی ویلی.
حمید خراسانی د امرالله صالح سرپرستی په وخت کې داخله وزارت کې د هغو ۱۶ تنو څخه وو چی د ځمکو غصب، غیری قانونی اسلحو درلودلو، زوروینې او قانون په وړاندی بی اعتنایی باندی تورن دی.
په هغه وخت کې پولیس د امرالله صالح په امر د خراسانی کور محاصره کړ، خو هغه نیولو باندی ونه توانیدل. په هغه وخت کې خراسانی فیسبوک ته لایف راتلو سره امرالله صالح ته ناموسی ښکنځا وکړه.
 


د مطلب کود: 187318

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187318/حمید-خراسانی-ونیول-شو

آوا
  https://www.avapress.com