دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۱
د مطلب کود : 187330
هلمند او ارزګان کې د هوایي ضرباتو او ځمکني عملیاتو په پایله کې ۱۷ وسله وال ترهګر وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د هلمند ولایت په سنګین او ارزګان ولایت په دهراود ولسوالیو کي د افغان ځانګړو ځواکونو د هوایي ضرباتو او ځمکني عملیاتو پر مهال د طالبانو د ترهګرې ډلې ۱۷ کسان وژل شوي ۲ تنه یې ژوبل او یوه اندازه وسلې یې له منځه وړل شوې دي.
د فاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي،:” د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د جنګي عملیاتو په پایله کې، ۷ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي. د دې عملیاتو په نتیجه کې د دښمن د وسلو یوه زیرمه هم له منځه وړل شوې ده”. د دفاع وزارت له لوري په ارزګان کې د طالب ترهګرو د وژل کیدو په اړه ویل شوي:” د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ شاوخوا سیمو او د اغاجان او چنارتو په کلیو کې د هوايي ځواکونو د برید په ترڅ کې ۱۰ طالب ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، د یوې اندازې وسلې او مهماتو سره، د دښمن یو پټنځای له منځه وړل شوی دی”
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxqnzv23n6xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته