دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۲
د مطلب کود : 187334
د ولسمشرۍ ټاکنو ځینې نوماندان د سرپرست حکومت غوښتنه کوي
د ولسمشریزو ټاکنو د یو شمېر نوماندانو شورا د اعتراض په ډول ناسته ترسره کړه؛ په ناسته کې ټینګار وشو چې، سرپرست حکومت دې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کړي.

پدې ناسته کې چې، نن سه شنبه د کابل ښار په غازي سټوډیم کې ترسره شوه، ټینګار وشو چې د ولسمشر غني د کار دوام د قانون خلاف دی او نوموړی یې له واک څخه په استفادې په ټاکنیزو چارو کې په لاس وهنې تورن کړ او همدارنګه د سرپرست حکومت د رامنځته کېدو غوښتنه یې وکړه.
په دغه اعتراضیه ناسته کې چې، افغان امنیتي ځواکونو یې امنیتي تدابیر نیول وو، د ولسمشریزو ټاکنو د پنځو نوماندانو محمد حنیف اتمر، محمد ابراهیم الکوزی، محمد شهاب حکیمي، نور الحق علومي او عنایت الله حفیظ په شمول په سلګونه کسان راټول شوي وو.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر ناستې ته د وینا پرمهال وویل: «د دغه حکومت نه یوازې دا چې نوم یې نامشروع دی، بلکې اساسي قانون یې هم تر پښو لاندې کړی دی او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته چې ټاکل شوې په میزان میاشت کې تر سره شي د درغلۍ زمینه برابره کړې ده.»
همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې، ولسمشر غني د خپلواکۍ ورځې په پلمه غواړي ۴۰۰ میلیونه افغانۍ له عمومي شتمنۍ په خپلو ټاکنیزو چارو کې ولګوي.
په ورته وخت کې ارګ د یادو نوماندانو نننۍ ناستې ته د ټاکنیز کمپیان په سترګه ګوري.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ویلي چې، دا ډول ناستې له وخت مخکې ټاکنیز کمپاین او افغان حکومت له اړوند ادارو څخه غوښتنه کړې چې، دا ډول کړنو ته پاملرنه وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfzb8arhbwfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته